کورپاڼه / خبرونه / افسر ځاځي نړیوال جام ته په لوبډله په نه اخیستو غبرګون ښودلی

افسر ځاځي نړیوال جام ته په لوبډله په نه اخیستو غبرګون ښودلی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکي افسر ځاځي نړیوال جام ته په لوبډله په نه اخیستو غبرګون ښودلی او ویلي دي چې په افغانستان کې زور ډېر ښه شی دی.

نن ماسپښین د افغانستان کرکټ بورډ له لورې د نړیوال جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان شوه، چې په دې لوبډله کې د نورو ځوانو لوبغاړو په څېر افسر ځاځی هم نه دی اخیستل شوی.

پر ټولنیزو رسنیو کې پر اعلان شوې لوبډله سخت غبرګونونه ښودل کېږي او ویل کېږي چې په اعلان شوې لوبډله کې ولې ځوانو لوبغاړو ته ځای نه دی ورکړل شوی، چې په دې لړ کې افسر ځاځی هم ناراضه ښکاري.

افسر ځاځی اعلان شوې لوبډله د زور او واسطه بازیو پر اساس غوره شوې لوبډله ګڼلې او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې زور ډېر ښه شی دی.

د یادولو وړ ده، چې افسر ځاځي د افغانستان لپاره یواځینۍ نړیواله شل اوریزه لوبه د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۱۱مه د کینیا پر وړاندې ترسره کړې او یوازې ۹ منډې لري.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …