کورپاڼه / خبرونه / ملي سپورټ تلویزون: د نړیوال جام ژوندیو سیالیو لپاره ځنډونکی ماشین پیدا کوو

ملي سپورټ تلویزون: د نړیوال جام ژوندیو سیالیو لپاره ځنډونکی ماشین پیدا کوو

د ملي سپورټ تلویزون مسولینو پرېکړه کړې، چې د ژوندیو خپرونو ډيلې (ځنډوونکی) ماشين پيدا کړي او بيا د نړيوال جام سيالۍ په درې یا څلور دقيقې ځنډ سره خپرې کړي.

ملي سپورټ تلویزون دا پرېکړه په دې اساس کوي، ترڅو په نړیوال جام کې هغه صحنې چې هغه زموږ د ټولنې له ارزښتونو سره سمې او د لېدو وړ نه وي، کنترول کړي.

ملي سپورټ تلویزون د هند تجارتي لیګ (آی پي ایل) سیالۍ، چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، هم په افغانستان کې یوه ورځ وروسته خپروي.

دا په داسې حال کې وه، چې ا.ا ددې سیالیو په خپرولو بندیز لګولی و او ویلې ول چې په دې سیالیو کې انجونې نڅا کوي او نندارچیانو کې هم لوڅ سر ښځې ناستې وي.

خو له هغې راوروسته بیا هره لوبه یوه ورځ وروسته په ایډیټ بڼه نشرېږي او هغه صحنې ترې لېرې کېږي چې زموږ له ټولنې سره برابرې نه وي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …