کورپاڼه / تجارتي ليګونه / چینای سوپر کینګز پایلوبې ته لار وموندله

چینای سوپر کینګز پایلوبې ته لار وموندله

ډهوني یو ځل بیا د لوبې په پای ته رسولو کې مهم رول ولوباوه، هغه په ۶ توپونو ۱۸ ناسوځېدلې وکړې او چینای سوپر کینګز لوبډله یې تر پایلوبې ورسوله.

هند تجارتي ليګ یا آی پي ایل اوله کوالیفای لوبه د چینای سوپر کینګز او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او چینای د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه کړې.

ډهلي کپیټلز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۲ منډې وکړې، چې له ډلې يې پریتي شو ۶۰، شیمرن هیټمایر ۳۷ او ریشب پنټ ۵۱ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چینای سوپر کینګز له لورې له لورې په توپ اچونه کې جوش هیزلیووډ دوه، رویندرا جدیجا، معین علي او ډیوین براوو یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

چینای سوپر کینګز د ۱۷۳ منډو هدف په ۱۹.۴ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پایلوبې ته لار وموندله، چې له ډلې یې رتوراج ګیکواډ ۷۰، روبین اوتاپا ۶۳ او ډهوني ۱۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډهلي لپاره ټام کرن درې، انریچ نورتجي او عویش خان یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …