کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د درد وهلو عضلو لپاره مساج د درملو په ډول کار ورکوي

څېړنه: د درد وهلو عضلو لپاره مساج د درملو په ډول کار ورکوي

له زرګونو کلونو راهیسې انسانان د خپلو درد وهلو عضلو د آرام لپاره له بېلابېلو طریقو څخه کار اخلي، خو څېړنو معلومه کړې چې مساج اغېزمن شوې عضلې آراموي او پیاوړتیا وربخښي.

دې عمل ته میکنوتراپي ویل کېږي او په میکنوتراپۍ کې په مساج، د عضلو په ورزش او حرکت ورکولو سره د ټپ یا عضلو د سختو ناروغیو درملنه کېږي. په عام ډول که چېرته پښې ته فشار ورکړل شي نو آرام ور په برخه کېږي او داخلي سخت ټپ ته مالش ورکول د درملو په حیث کار کوي.

همدا لامل دی چې په اوسني وخت کې ورزشکاران په مساج سره د خپلو عضلو د ټپ آراموي. څېړنو ویلي چې په دې سره دفاعي سیستم حجرې پاکېږي او د وسوخت رامنځته کوونکی عناصر کموي او په دې ډول د رېښو پیدوار پیلېږي او پیاوړتیا مومي.

په دې ډول ویلی شو چې په مساج سره زموږ دفاعي سیستم پیاوړی کېږي او په دې نه یوازې د غوښې عضلې رامنځته کېږي او ویښته راشنه کېږي بلکې د هډوکو په وده کژ تېزوالی راولي.

څېړونکو پر موږکانو له تجربو وموندله چې په مالش کولو سره یې عضلې د دویم ځل ودې سرعت د عامو حالاتو په پرتله دوه برابره وي او د مساج اغېزې په دوو اونیو کې څرګندې شوې.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …