کورپاڼه / کرکټ / شاپور ځدران هم په لوبډله کې د نه اخیستو په غبرګون پر فیسبوکپاڼه تور عکس خپور کړ

شاپور ځدران هم په لوبډله کې د نه اخیستو په غبرګون پر فیسبوکپاڼه تور عکس خپور کړ

د ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاپور ځدران هم په لوبډله کې د نه اخیستو په غبرګون پر فیسبوکپاڼه تور عکس خپور کړ او دا کار یې له ځان سره زیاتی ګڼلی.

تېره ورځ د کرکټ بورډ له لورې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان شوه، چې د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ ځینو زړو لوبغاړو ته هم پکې ځای نه و ورکړل شوی.

شاپور ځدران په اعلان شوې لوبډله غبرګون ښودلی او پر فیسبوکپاڼه یې د خپلې نارضایتۍ لپاره تور عکس خپور کړی، خو بلخوا بیا د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو له غبرګون سره هم مخ شوی او په زړه پورې تبصرې پرې کړي.

یو تن لیکلي ((که ډېر خفه یې چې غمجنې ټپې درولېږم. کرار نور کېنه د کرکټ په الف او ب هم نه یې خبر))، بل شخص بیا لیکلي ((ولاکه مې د چمن حضورې خواته لا پرې ایښی وای، نړیوال کپ سکواډ خو پرېږده.))

یو بل تن بیا لیکلي چې افسر ځاځي هم ګیله کړې باید مکمله سل کسیزه ډله یې لېږلې وای. یو بل د شاپور د هغه پوسټ سکرین شات خپور کړی، چې په هغې یې د فضلي ستاینه کړې او لیکلي دي، لکه چې ګټه یې ونه کړه.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …