کورپاڼه / کرکټ / د پاکستاني لوبغاړي انور علي مور مړه شوې

د پاکستاني لوبغاړي انور علي مور مړه شوې

د پاکستان کرکټ ملي او د پي ایس اېل لیګ د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې الراونډر لوبغاړي انور علي مور مړه شوې. د هغې د مړینې خبر د یادو لوبډلو ویکټ ساتونکي سرفراز احمد پر ټویټرپاڼه ورکړی.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د الراونډر لوبغاړي انور علي مور وفات شوې او ددې خبر پخلی سرفراز احمد پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

سرفراز احمد پر خپله ټولنیزه رسنۍ ټویټرپاڼه په خپور شوي پیغام کې د هغې د مړینې په اړه ویلي دي چې:((د کرکټر انور علي مور وفات شوې ده))

نوموړي زیاته کړې ده، چې الله تعالی دې په دې ستونزمن ساعت کې د هغه کورنۍ ته صبر ورکړي او د انور علي مور دې په جنت کې لوړ مقام ور په برخه کړي.

بل لوري ته د سرفراز احمد پر ټویټ د ټولنیزو رسنیو ډېرو کاروونکو او د انور علي مینوالو د هغه د مور په مړینې خواشیني څرګنده کړې او مرحومې ته یې د معفرت دعا کړې ده.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …