کورپاڼه / کرکټ / پنځلس زره شاوخوا نندارچیان د ایشیز سیالیو نندارې لپاره استرالیا ته ځي

پنځلس زره شاوخوا نندارچیان د ایشیز سیالیو نندارې لپاره استرالیا ته ځي

د استرالیا او انګلستان لوبډلو ترمنځ د ایشیز په نوم ټیسټ لوبلړۍ، چې ډېر پخوا راهیسې ترسره کېږي او سږ کال یې استرالیا کوربتوب په غاړه لري، له ډېرو جنجالونو وروسته د راتلونکې دسمبر په میاشت کې پیلېږي.

ددې سیالیو په سر څو ورځې وړاندې د دواړو کرکټ بورډونو له لورې موافقه وشوه او تېره ورځ ورته انګلستان خپله پنځلس کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

ایشیز سیالۍ نه یوازې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې سیالۍ دي، بلکې نورو هېوادونو د کرکټ مینه والو لپاره هم دا ډېره په زړه پورې سیالۍ دي او نندارې ته انتظار باسي.

نو ځکه خو د یادو سیالیو نندارې لپاره د انګلستاني لوبډلې نندارچیانو هم تابیا نېولې ده، چې استرالیا ته به ځي، چې ددې نندارچیانو شمېر تر پنځلس زره تنو ته رسېږي، خو باید ووایم چې استرالیا د کرونا څخه د خوندیتوب ډېر سخت شرایط لري.

دا پنځه ټېسټ لوبې به د دسمبر په ۸مه نېټه پیل شي او بیا به د جنورۍ تر ۱۸مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د روان کال په پای کې به پیل او د راتلونکي کال په پیل کې به پای ته ورسېږي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …