کورپاڼه / روغتيا / کوم خوراکي توکي د ماشومانو ذهني وده تېزوي او کوم توکي باید ورته د ښوونځي په بکسه کې کېږدو؟

کوم خوراکي توکي د ماشومانو ذهني وده تېزوي او کوم توکي باید ورته د ښوونځي په بکسه کې کېږدو؟

د ماشومانو د ذهني او بدني ودې لپاره ده چې له هرو څو ساعتونو وروسته غوره خوراک وکړي او که چېرته د والدینو موخه همدا وي نو هغوی باید دې ته پام وکړي او غوره خوراکي توکي باید ورته چمتو کړي.

ددې لپاره باید نه یوازې په کور کې د ماشومانو خوراک ته پام وشي، بلکې هغه ماشومان چې ښوونځي ته ځي د هغوی خوراک ته هم باید توجه وشي او په بکسه کې ورته اړین او صحي خوراکي توکي کېښودل شي.

عموماً په ښوونځيو کې ماشومان غیر صحي خوړو ته ډېر مایله وي، والدین باید دې ټکي ته بشپړ پام وکړي. د یوه طبي راپور پر اساس ویل کېږي چې ماشومان د ورځې له ۳۵-۴۰ سلنه کالوري په ښوونځي کې له خوړو لاسته راوړي، نو باید دلته دې پام وشي چې آیا لاسته راغلې کالوري صحي ده او که نه.

والدین باید د ښوونځي سره یوازې د ازموینو پر وخت د نمرو لپاره اړیکه ونه نیسي، بلکې دا معلومول هم اړین دي چې آیا هغوی خو به غیر معیاري خوراکي توکي نه استعمالوي، ځکه چې د ماشومان روغتیا حساسه وي او لږ غوندې غلط څیز یې هم د ستونزو لامل کېږي.

نو کله چې ماشومان ښوونځي ته ځي، هغوی ته په بکسه کې لږ خواږه توکي، د لږو غوړو لرونکي لبنیات، مېوې، سبزیجات او مالګین صحي توکي لکه وچې مېوې او نور توکي کېښودل شي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …