کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / متحده عربي اماراتو زهره او نورو سیارچو ته د ماموریت استولو اعلان وکړ

متحده عربي اماراتو زهره او نورو سیارچو ته د ماموریت استولو اعلان وکړ

متحده عربي اماراتو د مریخ له بریالي ماموریت وروسته د زهره سیارې لپاره خپل فضایي ماموریت پیل کړ او له دې وروسته به په راتلونکې لسیزه کې په یادې سیارې د فضایي بېړۍ د ښکته کېدو پلان هم لري.

د روان کال په فبرورۍ کې متحده عربي اماراتو د امید په نوم فضایي ماموریت د مریخ مدار ته واستوه، چې تر اوسه هم کار کوي. له دې بریا وروسته اوس د عربي اماراتو فضایي ادارې له زهره سیارې سره هم لېوالتیا ښودلې. دا ماموریت به اوه کاله وخت ونیسي او په ۲۰۲۸ کال به روان شي.

تر مریخ پورې رسېدل یو څه آسانه دي خو دغه پلان له یو څه ستونزمن وي، فضایي بېړۍ به لومړی زهره ته ځي او له هغه ځایه به بېرته ځمکې ته راځی، بیابه د لمریز نظام (ایسټرایډ بیلټ) سیارې ته لاړ شي.

په دې لړ کې به پر اوو سیارو څېړنې وکړي او په ۲۰۳۳ کال ۵۶۰ میلونه کیلومیتره لېرې په ایسټرایډ ۵۶۰ ښکته شي اړ په دې به ۳.۷ میلیارده کیلومیتره سفر وکړي

د سې سنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو حکمران شیخ محمد بن راشد المختوم د یادې پروژې اعلان وکړ او ویلي دي چې زموږ سترګې ستورو ته دی، ځکه چې زموږ د بریا او پرمختګ سرحد نشته.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …