کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل میپس د خپلو کاروونکو لپاره په زړه پورې ځانګړنه رامنځته کړې

ګوګل میپس د خپلو کاروونکو لپاره په زړه پورې ځانګړنه رامنځته کړې

د ټیکنالوژۍ نړۍ ترټولو ستر پلټونکې ماشین ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره لویه اسانتیا رامنځته کړې او له موټرو څخه یې د زهرجن ګاز د اخراج د کمولو په اړه مهم اقدام کړی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي چې ګوګل پخپل مشهور اپلیکیشن کې د چاپیریال د ککړتیا کمولو لپاره مهم اپډیټ رامنځته کړی او د هغې په مرسته نه یوازې د ترافیکي ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی کېږي، بلکې د کوچنیو روټ په غوره کولو سره د زهرجن ګاز په اخراج کې کمښت هم واقع کېږي.

د ګوګل له لورې په خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې د ګرنډیو سړکونو ترڅنګ به پر سکرین هغه لارې هم په نښه کېږي چې سون توکي کم مصرفوي. یعنې دا ځانګړنه د سون توکو په کم مصرف او غوره لارو په ټاکنه کې مرسته کوي.

ګوګل ادعا کړې چې د چاپیریال دوسته لارو څخه هر کال د یو میلون ټنه زهرجنو ګازونو د اخراج مخنیوی کولی شي، چې دا له سړکونو څخه د دوه سوه زرو موټرو د لېرې کولو سره برابر دی.

د یادولو وړ ده چې ګوګل د تېرې مارچ په میاشت کې ددې ځانګړې په اړه اعلان کړی و او اوس په امریکا کې د اندراید او آی او ایس کاروونکو لپاره وړاندې شوی او نور هېوادونه به ترې په ۲۰۲۲ کال ګټه پورته کړي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …