کورپاڼه / اسلام / حضرت علي فرمایلي چې په اخري وخت کې ناروغۍ ډېرې شي

حضرت علي فرمایلي چې په اخري وخت کې ناروغۍ ډېرې شي

د حضرت علي رضي الله عنه په خدمت کې یو شخص حاضر شو او و یې ویل، ای علي! له قیامت وړاندې د انسانانو هغه کوم عمل دی چې هغه د الله تعالی د ناراضګۍ ترټولو لوی لامل ګڼل کېږي.

په دې سره حضرت علي رضي الله عنه ورته وفرمایل چې ای د الله بنده! یاد یې لره له قیامت وړاندې به یو انسان بل انسان ناروغه کوی، هغه شخص پوښتنه وکړه، چې ای علي دا څنګه؟

حضرت علي ورته وفرمایل چې ای د الله بنده په اخري زمانه کې به خلک په کینه، حسد او منافقت کې دومره مخکې لاړ شي، چې ترمنځ به یې عجیبې ناروغۍ پیدا شي او په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې به د ناروغیو د خپرولو هڅې کېږي.

ترڅو د هغې ناروغیو په سبب خلک ومري او چاته ددې معلومات هم ونشي چې څوک چا له منځه یوړو، دا به هغه عمل وي چې د الله په نږد به د هغه د ناراضګۍ سبب وګرځي.

هغه شخص وپوښتل چې په هغه دور کې به له دې ناروغیو څخه څوک څنګه ځان ژغوري؟ حضرت علي ورته وفرمایل که چېرته ددې دور خلک د پاکوالي خیال وساتي، په خاورینو لوښو کې اوبه وڅښي، تازه خواړه وخوري، نو له زرګونو ناروغیو به وژغورل شي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …