کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ مو خبرې اترې (چیټ) پټ هم ساتلی شي

وټساپ مو خبرې اترې (چیټ) پټ هم ساتلی شي

آیا پوهېږئ که چېرته تاسې غواړې چې پر وټساپ ترسره کېدونکې خبرې اترې (چیټ) پټ وساتئ، نو وټساپ ددې لپاره د خپلو کاروونکو لپاره آسانه طریقه رامنځته کړې ده.

په وټساپ کې یوه داسې ځانګړنه شتون لري، چې په اړه یې ډېر لږ خلک پوهېږي او ددې لپاره تاسې د ګوتې کوډ یاهم د مخ عکس د کوډ په ډول لګولی شئ، یعنې که چېرته کوم څوک وغواړي چې ستاسو وټساپ پرانیزې نو هغوی به په دې کار بریالي نشي.

دغه ځانګړنه د آی او ایس او اندراید دواړو سیستمونو لپاره د ګټې اخیستنې وړ دی. د اندراید کاروونکي که غواړي له دې ځانګړنې ګټه واخلي، نو سیټینګ ته دې ولاړ شي، هلته دې بیا اکونټ او پرایویسي اپشن انتخاب کړي.

بیابه هلته د (فنګرپرنټ لاک) اپشن وګورئ، بیابه هغه آن کړئ او د ګوتې پرنټ به بشپړ کړئ، بیابه له هغې وروسته د لاک کېدو وخت هم برابر کړئ چې په دې سره تاسې هغه وخت وټاکئ چې په څومره وخت به وټساپ پخپله لاک کېږي.

د آی او ایس کاروونکي دي هم په همدې ډول سټینګ، بیا اکونټ او پرایویسۍ ته لاړ شي، هغه به د سکرین لاک اپشن وګورئ او هلته به د ټچ آی ډي یا فیس آی ډي په مرسته وټساپ لاک کړئ.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …