کورپاڼه / روغتيا / د ژور خپګان ناروغانو لپاره ځانګړې درملنه رامنځته شوې

د ژور خپګان ناروغانو لپاره ځانګړې درملنه رامنځته شوې

د ابوظبۍ د طبي خدمتونو شرکت (ایس اي ایچ ای) د ژور خپګان ناروغانو لپاره ځانګړې درملنه رامنځته کړې. راپورونه وایي چې یاد شرکت د هغه ناروغانو لپاره چې د درملنې نورو طریقو ورته ګټه نه وي کړي، د هغوی لپاره د پوزې له د ساه اخیستلو (سکیټامین) سپرۍ رامنځته کړې.

سکیټامین په دماغو کې پر هغه برخو اغېزې کوي، کوم چې په دودیز ډول د ژور خپګان د درملنې لپاره په استعمالېدونکو درملو اغېزمن کېږي. د یاد شرکت مشره ډاکتر ناهیده نیاز احمد ویلي چې د سکیټامین سپرۍ پر ناروغانو مثبتې اغېزې لرلې.

هغې ویلي چې ناروغانو ته په عالي معیار درملنه زموږ اساسي هدف دی او زموږ رواني ډاکتران او ارواپوهان تل هڅه کوي چې د رواني ناروغانو لپاره له ښې درملنې کار واخلي.

نوموړې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې پر هغه ناروغانو چې یاده سپرۍ کارول شوې وه، هغې د ښې روغتیا احساس کاوه. هغه مخکې وایي چې پر یو دیرش کلن شخص، چې له شپږو کلونو راهیسې د ژور خپګان درلود او درملنه یې نه کېده، یاده سپرۍ استعمال کړه او د ښې روغتیا احساس یې وکړ.

دغه راز یوې شل کلنې میرمنې چې څو ځلې یې د ژور خپګان په سبب د ځانو ژنې هڅه کړې وه، هغې هم د سکیټامین سپرۍ په کارولو ښه احساس وکړ او د منفي فکرونو کچه یې کمه شوه.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …