کورپاڼه / کرکټ / په تېرو نړیوال جامونو کې د لوبغاړو نه هېرېدونکې یادګارې لوبې

په تېرو نړیوال جامونو کې د لوبغاړو نه هېرېدونکې یادګارې لوبې

په کرکټ کې داسې ځانګړې او نه هېرېدونکې لوبې هم ترسره کېږي، چې تر کلونو-کلونو پورې د مینوالو په ذهن کې تصویر شوي وي، همدغسې یادګاري لوبې په تېرو نړیوال جامونو کې هم ترسره شوي، چې تر اوسه د مینوالو په ذهن کې پاتې دي.

د کرکټ نړیوال شل اوریز جام په ۲۰۰۷ کال پیل شو او سږکال د یاد جام اووم پړاو لوبې ترسره کېږي او په هر پړاو سیالیو کې لوبغاړو داسې یادګاري لوبې کړي چې مینوال یې هیڅکله نشي هېرولی.

د هندي لوبغاړي یوراج سینګ د لومړي نړیوال جام لوبه به د کرکټ په تاریخ کې تل یادګار وي، ځکه چې نوموړي د انګلستان توپ اچونکي سټارټ براډ پر وړاندې په شپږو توپونو شپږ، شپږیزې ووهلې او په ۱۲ توپونو یې پنځوسیزه ووهله چې تر اوسه پورې یو نړیوال ریکارډ دی.

په ۲۰۰۹ کال پاکستاني توپ اچونکي عمرګل د نیوزیلېنډ پر وړاندې په اوول کرکټ لوبغالي کې غوره توپ اچونه وکړه، هغه په درې اورونو کې ۶ منډې وکړې او ۵ ویکټې یې ترلاسه کړې او لومړی توپ اچونکی شو چې پنځه ویکټې اخلي.

د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام کې د سویلي افریقا پر وړاندې د ویرات کوهلي لوبه هم نه هېرېدونکې ده، ځکه هند په لس اورونو کې ۹۴ منډو ته اړتیا لرله، چې دا وخت ویرات کوهلي په ۴۴ توپونو ۷۲ منډې وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام پایلوبه هم نه هېرېدونکې وه، ځکه ویسټ انډیز په داسې حال کې چې ۱۹ منډې ورته په شپږو توپونو پکار وې، کارلوس بریټویټ په څلور توپونو څلور شپږیزې ووهلې او لوبډلې ته یې اتلولي ورکړه.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …