کورپاڼه / جالب / د هند یو اوسیدونکې ۱۷ کاله په ځنګل کې تېر کړي، خو ولې؟

د هند یو اوسیدونکې ۱۷ کاله په ځنګل کې تېر کړي، خو ولې؟

هغه کسان چې ځنګل ته د څېړنو یاهم د کومې بلې موخې په عرض ځي، هغوی ته ډېر زړورتیا او تکړه کسان ویل کېږي ځکه چې په ځنګلونو کې یوازې اوسېدل یا یو څو ورځې تېرول ستونزمن وي.

خو په هند کې یو داسې شخص هم شته، کوم چې له تېرو اوولس کلونو راهیسې په ځنګل کې یوازې ژوند کوي. دغه شخص د چندرشیکر په نوم سره یادېږي، نوموړي له یو نیم جریب ځمکې له خرڅولو وروسته له خپل موټر سره په ځنګل کې استوګن دی.

چندرشیکر له یوه بانک څخه قرض اخیستی و، خو د سخت کار او خوارۍ وروسته یې هم هغه پوره نه کړ، چې بیا د بانک مسولینو په ۲۰۰۳ کال د هغه یو نیم جریب ځمکه خرڅه کړه او چندرشیکر د خپلې خور کره لاړ.

څو ورځې لا نه وې تېرې چې د هغه او خور ترمنځ یې جنجال راغی او چندرشیکر په یوازې ځان په څنګل کې د اوسیېدو پرېکړه وکړه او پخپل موټر کې د کرټانک ولسوالۍ د کناډا ځنګلونه ته لاړ.

هغه اوس له اوولس کلونو راهیسې هلته مېشت دی، په سیند کې لامبي، د ځنګل لرګي په ۴-۵ کیلومیتره لېرې کلي کې خرڅوي او ځانته پرې اړین توکي رانیسي او بېرته ځنګل ته ځي. هندي رسنۍ وایي چې هغه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې بېرته خپله ځمکه ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …