کورپاڼه / کرکټ / د پاکستان کرکټ مشهور لوبغاړی دا وخت په امریکا کې د کوچني لیول کرکټ کوي

د پاکستان کرکټ مشهور لوبغاړی دا وخت په امریکا کې د کوچني لیول کرکټ کوي

د پاکستان کرکټ مشهور لوبغاړی عمر اکمل دا وخت په امریکا کې د کوچني لیول لیګ کرکټ کوي. هغه څه موده وړاندې له پاکستان امریکا ته لاړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې عمر اکمل هڅه کوي ترڅو په امریکا کې د ستر لیګ کرکټ سره تړون لاسلیک کړي او که چېرته دا کار وشي نو همالته امریکا کې به پاتې شي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا کرکټ بورډ پر هغه لوبغاړي چې هغوی وړتیا لري او ښې لوبې کوي، تر دریو کلونو پورې پرې د لیګ کرکټ کوي او له هغې وروسته بیا ورته په ملي لوبډله کې وخت ورکوي.

د یادولو وړ ده، چې څو ورځې وړاندې عمر اکمل پر خپله ټویټرپاڼه په یو بیان کې ویلي ول، چې هغه له ټولو مینوالو غوښتنه کوي چې د هغه په اړه دې جعلي خبرونه نه خپروي او نه دې په داسې رسنیو باور کوي.

پر رسنیو داسې راپورونه خپرېدل چې یاد لوبغاړي پاکستان پرېښود او نور به هلته امریکا اوسېږي او هلته به لوبې هم کوي، چې ددې خبر د پخلي لپاره په ټولنیزو رسنیو د هغه د لوبې کولو یوه ویډیو هم لاس په لاس کېده، چې په هغې کې نوموړی د افغان لوبغاړي طارق ستانکزي په توپ سوځېږي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …