کورپاڼه / روغتيا / هغه کسان چې خواږه توکي استعمالوي هغوی دې هوښیار اوسي

هغه کسان چې خواږه توکي استعمالوي هغوی دې هوښیار اوسي

که چېرته تاسې د خوږو شیانو د خوراک عادت لرئ او دا فکر کوئ چې ډېر خواږه شیان خوړل له شکر ناروغۍ سره هیڅ سروکار نه لري، نو تاسې بالکل تېروتي یاست.

په یوې تازه ترسره شوې څېړنه کې موندل شوې چې خواږه شیان خوړل له شکر سره اړیکه نه لري خو که چېرته د خوږو شیانو استعمال ډېر کړو، نو د هغه حجرو شمېر مو ډېرولی شي، کومې چې سرطان وهلي وي.

د څېړنې پر اساس ویل کېږي، عامې حجرې، اکسیجن د بدن انرژۍ لپاره په ګلوکوز بدلوي، خو سرطان وهلې حجرې خپله انرژي له خوږو ترلاسه کوي او د رسولۍ وده تېزوي.

په دې اړه ساینسپوهانو ویلي چې تر ۲۰۴۰ کاله پورې به یې کچه تر ۵۰ سلنو پورته شي. ساینسپوهان زیاتوي که چېرته صحت مند غوره کړو نو ددې خطرناکې ناروغۍ خطر کمولی شو.

که چېرته پروسیس شوي خوراکي توکي د بېلګې په توګه سپینې ډوډۍ، سپینې ورېژې، الکول، خواږه مشروبات او پروسیس شوې غوښې استعمال کم کړو نو د سرطاني ناروغیو خطر کمېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …