کورپاڼه / کرکټ / سندیپ لمیچاني د ای سي سي له لورې د سپتمبر میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

سندیپ لمیچاني د ای سي سي له لورې د سپتمبر میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر میاشتې لپاره د نیپال کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی سندیپ لمیچاني د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان کړ.

سندیپ لمیچاني په دې وروستیو کې د (آی سي سي ورلډ کپ لیګ ۲) کې غوره ښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه او په غوره اکانومۍ او سټرایک ریټ یې ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.

لکه څنګه چې د کرکټ نړیواله شورا هره میاشت د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره څو کسه انتخابوي، دا ځل یې د له نیپال څخه سندیپ لمیچاني، له بنګله دېش څخه نسوم احمد او له امریکا څخه جسکرن ملهوترا ټاکلی ول.

اوسمهال د کرکټ نړیوالې ادارې پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د میاشتني غوره لوبغاړي جایزه یې سندیپ لمیچاني ګټلې، هغه په دې وروستیو کې په شپږ لوبو کې ۳.۱۷ اکانومۍ سره ۱۸ ویکټې ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده چې ای سي سي د میاشتې غوره لوبغاړی د کرکټ د مینوالو له رایې ورکولو وروسته ټاکي.

دا هم ولولئ

انګلستان، هند ته، نیوزیلېنډ، استرالیا ته او نمیبیا د سریلانکا لوبډلې ته هدف وټاکه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې انګلستان، هند د ۱۸۹، …