کورپاڼه / روغتيا / ورزش نېغ په نېغه د سرطان مخنیوی کوي

ورزش نېغ په نېغه د سرطان مخنیوی کوي

که څه هم په سرطان ناروغیو کې د ورزش پر اغېزو له وړاندې څېړنې شوي، خو اوس د ټول بدن او پر ټولو هډوکو د عضلو ورزش په اړه د سرطاني رسولو پر کیمیاوي سطحې څېړنې شوي.

له څېړنې معلومه شوې چې په ورزش کولو سره د میوکاینز په څېر پروټینو اخراج ډېرېږي او په بدن کې سرطاني رسولۍ تنګوي او وده یې کمزوري کوي. یعنې که چېرته د سرطان ناروغان ورزش وکړي نو په درملنه کې یې تېزي راځي.

روغتیایي کارپوهانو د پروستات لس ناروغان وټاکل او هغوی ته یې تر دولس اوونیو پورې د ورزش کولو وویل او ترڅنګ یې انډروجن ډیپرایویشن تراپي هم ورته وکړه او ایروبک ورزش هم پکې شامل و او ناروغو کسانو ته یې د پروټین سپلیمنټ او لږه کالوري لرونکي خواړه ورکړل.

ددې ټولو موخه دا وه چې په وینه کې د میوکاینز سطحه معلومه کړي. میوکاین هغه د عضلو جوړونکی هورمون دی چې د ورزش پرمهال له بدن څخه خارجېږي او ساینسپوهان وایي چې د میوکاین اخراج د سرطان مخنیوی کوي.

تر درې میاشتو ورزش په بدن کې میوکاین ډېروي او کله چې په وینه کې ددې کچه ډېره شي نو د پروستات سرطان رسولۍ حجم کموي او په دې ډول په په پرلپسې ډول ورزش د سرطان مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …