کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عبدالله عبدالله: اشرف غني وتـښـتېد او نظام ړنـګ شو
عبدالله عبدالله او اشرف غني

عبدالله عبدالله: اشرف غني وتـښـتېد او نظام ړنـګ شو

په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر او په دواړو حکومتونو کې نیمه برخه لرونکي ډاکټر عبدالله عبدالله د تېر نظام د سقوط ټوله پړه په اشرف غني واچوله.

نوموړي له یوې هندي رسنۍ، انډیا ټوډی، سره په خبرو کې وویل چې د نظام د سقوط او پاشل کېدو مسوول اشرف غني دی.

هغه همدا راز زیاتوي، چې اشرف غني وتـښـتېده او نظـام ړنـګ شو. هغه وویل چې د غني حکومت اداري فساد، د واک انحصار او له ولس څخه واټن هغه څه و چې نظام يې سقوط کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې ډاکټر عبدالله عبدالله د مخکیني ولسمشر ډاکټر اشرف غني په لومړۍ دوره کې اجراییه رییس و او د حکومت هر ډول نیمايي واک يې اخیستی و.

همدا راز په دویمه دوره کې يې هم د ټاکنو له منلو انکار وکړ او نیمه برخه يې بیا په حکومت کې ترلاسه کړه، چې د سولې عالي شورا مشري يې هم په غاړه لرله.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …