کورپاڼه / روغتيا / په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار د دماغي ناروغیو خطر ډېروي

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار د دماغي ناروغیو خطر ډېروي

چینایي او استرالوي ساینسپوهانو ویلي دي، هغه کسان چې له ۳۵-۴۴ کلونو په عمر کې د وینې له لوړ فشاز څخه کړیږي، هغوی بیا په ډېر عمر کې د ډیمنشیا له ناروغۍ سره د مخ کېدو ډېر وي.

څېړونکو د یوې څېړنې پرمهال ۱۱۳۹۹ کسان وڅېړل شول او د دماغي ایم آر آی سکین کولو څخه معلومه شوه، هغه کسان چې په منځني عمر کې د وینې فشار پر ناروغۍ اخته ول، د هغوی دماغ یو څه کوچني ول.

په دویم مرحله کې له څېړنې معلومه شوه، هغه کسان چې له ۳۵-۴۴ کلونو په عمر د وینې د لوړ فشار له ناروغۍ څخه کړیدل په هغوی کې د ډیمنشیا خطر ۶۱ سلنه ډېر و.

د یادولو وړ ده چې ډیمنشیا د کومې دماغي ناروغۍ نوم نه دی بلکې د دماغي خرابیو بېلابېلو کیفیاتو مجموعه ده، چې په هغې کې د حافظې خرابې، د فکر کولو ستړنزې او د ورځنیو پرېکړو کولو ستونزې پکې شاملې دي او عام ډول یې الزایمر ناروغي ده.

ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې په کم یا منځني عمر کې باید د وینې فشار جدي ونیسي او کابو یې کړو، ځکه چې تر اوږدې مودې اغېزې یې په زړښت کې د خطرناکو دماغي ستونزو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …