کورپاڼه / کرکټ / د اسیا جام په اړه اسیایي کرکټ شورا غونډه کوي

د اسیا جام په اړه اسیایي کرکټ شورا غونډه کوي

ټاکل شوې وه، چې سږ کال د جون په میاشت کې د سریلانکا په کوربتوب د اسیا جام شل اوریزې سیالۍ ترسره شي، خو بیا د کرونا وایروس په سبب وځنډېدې.

د سریلانکا کرکټ بورډ عمومي مشر ویلي ول، چې د کرونا وایروس له وجې د اسیا جام ترسره کول ممکن نه دي، چې بیا همداسې وشول او تر اوسه یې برخلیک معلوم نه دی.

خو اوس د کرکټ لیډ د راپور پر اساس ویل کېږي چې له اوږدې مودې راهيسي د ځنډيدلي اسيا جام د برخلیک معلومولو لپاره متحده عربي اماراتو کې اسيايي کرکټ شورا غونډه کوي.

راپور زیانوي چې په دې تړاو د پاکستان کرکټ بورډ مشر رمیز راجا عربي اماراتو ته تللی دی او هلته به د یاد هېواد په کوربتوب د اسیا جام د ترسره کولو په اړه بحث وکړي.

د یادولو وړ ده چې د اسیا جام له لغوه کېدو یوه میاشت وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ پخواني مشر احسان ماني ویلي، چې سږکال یې لوبډله ډېرې لوبې لري او ښایي ترسره نشي. هغه دا هم ویلي ول چې ښایي دغه جام تر ۲۰۲۳ کال پورې وځنډول شي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …