کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بېنګلور د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه

بېنګلور د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه

د بېنګلور لپاره یو ځل بیا پیلیزه توپ وهنه ډېره ښه وه، خو له پاډیکال او ویرات کوهلي وروسته کوم لوبغاړي ښه لوبه ونه کړه او کلکتې ته یې د ۱۳۹ منډو هدف کېښود.

هند تجارتي ليګ یا آی پي ایل ایلیمنټري لوبه د رایل چیلنجر بېنګلور او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه کړې.

بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې دیودت پاډیکال ۲۱، ویرات کولي ۳۹ او ګلین میکسویل ۱۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکتې له لورې په توپ اچونه کې سنیل ناراین ډېر ښه وځلېده، هغه څلور لوبغاړي وسوځول. دغه راز لوکي پریګوسن بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د یادولو وړه که چېرته له دواړو لوبډلو کومه لوبډله بریا ترلاسه کوي نو هغه به دویم کوالیفای ته لار مومي او که چېرته کوم څوک لوبه بایلي نو هغه به بهر کېږي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …