کورپاڼه / کرکټ / د استرالیا پخوانی توپ اچونکی مریو هیوز ګرځبندیز اندیښمن کړی، خو ولې؟

د استرالیا پخوانی توپ اچونکی مریو هیوز ګرځبندیز اندیښمن کړی، خو ولې؟

د استرالیا پخوانی چټک توپ اچونکی مریو هیوز ګرځبندیز اندیښمن کړی. دغه راز د ګرځبندیز په سبب یې څېره هم بدله شوې او د بریتو ترڅنګ یې ږیره هم اوږده شوې ده.

مریو هیوز د خپلو غټو-غټو بریتونو په سبب ډېر مشهور دی، نوموړی چې اوس شپېته کاله عمر لري، پر خپلو بریتونو ډېر پام کوي، خو له کله راهیسې چې په استرالیا کې ګرځبندیز لګېدلی، نو حجامت دوکانونه هم بند شوي او د هغه بریتونه نور هم غټ شوي دي.

نوموړي پر ټولنیزه رسنۍ خپله تصویر خپور کړی او ترڅنګ یې دغه غوښتنه هم کړې چې سلمانۍ یا د حجامت دوکانونه دې ژر پرانیستل شي.

مریو هیوز پخپل پیغام کې غوښتنه کړې، چې آیا د مهربانۍ له مخې سلمانۍ او د حجامت دوکانونه پرانیستلی شئ؟ نور مو دا هر څه له لاسه وځي.

د یادولو وړ ده چې مریو هیوز د استرالیا لپاره ۵۳ ټیسټ لوبې ترسره کړي او ۲۱۲ ویکټې لري. دغه راز په ۳۳ یوه ورځنیو لوبو کې یې بیا ۳۸ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …