کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر یو بل ګټور فیچر کار کوي او په راتلونکې اپډیټ کې به د کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ وي.

د ویب بیټا انفو ویبپاڼې د راپور پر اساس ویل کېږي، چې وټساپ د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره کار کوي او غواړي چې د خپلو کاروونکو لپاره په اپلیکیشن کې ډېر بدلونونه راولي.

تازه راپورونه وایي چې وټساپ د غږیزو پیغامونو د ریکارډ پر وخت د (لنډې وقفې ورکولو) اپشن رامنځته کوي او په نوي اپډیټ کې به د آی او ایس او اندراید کاروونکو لپاره د ګټې اخیستنې وړ وي.

راپور زیاتوي ددې فیچر په مرسته به تاسې ددې اړتیا ونه لرئ چې د پیغام ریکارډ کولو پر وخت د هغې په درولو سره نوی پیغام ریکارډ کړئ، بلکې هلته به یو بل اپشن وي چې په کلیک کولو سره به یې ریکارډ له هماغه ځایه پیل شي، په کوم ځای چې درول شوی و.

اوسمهال دغه فیچر د آی او ایس کاروونکو لپاره د پرمختګ په حال کې دی او ډېر ژر به د اندراید کاروونکو لپاره هم د ګټې اخیستنې وړ وګرځي.

دا هم ولولئ

وټساپ مو خبرې اترې (چیټ) پټ هم ساتلی شي

آیا پوهېږئ که چېرته تاسې غواړې چې پر وټساپ ترسره کېدونکې خبرې اترې (چیټ) پټ …