کورپاڼه / بېلا بېل / فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپایي ملتونو جام اتلولي خپله کړه

فرانسې فوټبال لوبډلې د اروپایي ملتونو جام اتلولي خپله کړه

د اروپایي ملتونو جام د فوټبال سیالیو په پایلوبه کې د فرانسې فړټبال لوبډلې د هسپانیې لوبډلې ته د ۲-۱ پر وړاندې ماتې ورکړه او اتلولي یې پخپله نوم کړه.

د اروپایي ملتونو لیګ جام سیالیو پایلوبه د ایټالیې په میلان ښار کې ترسره شوه او فرانسې د کریم بنزیما او کیلیان امبایي په ګولونو وهلو اتلولي ترلاسه کړه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې د دواړو لوبډلو له لورې کوم ګول نه و ترسره شوی، خو په دویمه نیمایي کې د لوبې په ۶۴مه دقیقه د هسپانیې لوبغاړي اویارزبل خپلې لوبډلې ته لومړۍ ګول وهنه وکړه.

دوه دقیقه وروسته (۶۶مه دقیقه) د فرانسې لپاره کریم بنزیما ګول وهنه وکړه او لوبه یې مساوي روانه کړه، بیا د لوبې په ۸۰مه دقیقه کې کیلیان امباپي ګول وواهه او لوبډله بریا ته ورسوله.

د يادولو وړ ده چې د اروپايي ملتونو ليګ تېر پړاو سیالۍ په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شوې وې، چې پرتګال پکې په لومړي ځل بریا ترلاسه کړې وه.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …