کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې، بېنګلور ته ماتې ورکړه او دویم کوالیفای ته یې لار وموندله

کلکتې، بېنګلور ته ماتې ورکړه او دویم کوالیفای ته یې لار وموندله

سنیل ناراین د کلکتې لوبډلې لپاره د لوبې په دواړو برخو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې او لوبډله یې تر دویم کوالیفای پورې ورسوله.

هند تجارتي ليګ یا آی پي ایل ایلیمنټري لوبه د رایل چیلنجر بېنګلور او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او بېنګلور د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه کړې.

بېنګلور په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډې وکړې، چې له ډلې يې دیودت پاډیکال ۲۱، ویرات کولي ۳۹ او ګلین میکسویل ۱۵ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د کلکتې له لورې په توپ اچونه کې سنیل ناراین ډېر ښه وځلېده، هغه څلور لوبغاړي وسوځول. دغه راز لوکي پریګوسن بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.

کلکتې د ۱۳۹ منډو هدف په وروستي اور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او دویم کوالیفای ته یې لار وموندله، چې له ډلې یې شبمن ګیل ۲۹، وینکټیش ایر او سنیل ناراین ۲۶-۲۶ منډې جوړې کړې. د بېنګلور لپاره هرشل پټیل، چاهل او محمر سراج دوه-دوه ویکټ ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …