کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د عبدالله عبدالله خبرو ته د حلیم فـدایـي غبرګون

د عبدالله عبدالله خبرو ته د حلیم فـدایـي غبرګون

په مخکیني حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو ته د مخکیني حکومت یو والي محمد حلیم فـدایـي سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

ډاکټر عبدالله له یوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې د تېر حکومت د سقوط او د اوسني بد وخت ټول مسوولیت په اشرف غني اچولی دی.

خو دا بیا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله هم د دغه حکومت برخه و او دواړه ځل يې د ټاکنو د پایلو نه منلو او بیا په حکومت کې نیمايي برخه ترلاسه کړې وه.

د عبدالله عبدالله دغه څرګندونو ته د تېر حکومت یو والي محمد حلیم فـدایـي هم غبرګون ښکاره کړی دی او د هغه د یو عکس په خپرولو سره يې فیسبوک کې لیکلي دي:

“ډاکټر صیب عبدالله عبد الله … داچې موږ درباندې نېوکه نه کوو…. ته خو بالکل خاموشه اوسه!
مردان را قول است!”

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …