کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د پاکستان PIA د ۱۵۰ ډالرو ټکټ په افغانانو په ۲۴۰۰ ډالرو پلوري

د پاکستان PIA د ۱۵۰ ډالرو ټکټ په افغانانو په ۲۴۰۰ ډالرو پلوري

وروسته له هغې چې د پاکستان له لورې د تورخم او چمن دروازې وتړل شوې، یاد هېواد د افغانستان کام ایر شرکت الوتکې ته هم اجازه ورنه کړه، چې مسافر ور انتقال کړي، خو بله د پاکستان PIA الوتکه په آزاد ډول الوتنې کوي.

د معلوماتو له مخې، له کله راهیسې چې د پاکستان ته د مسافرو پرمخ لاړې وتړل شوې او کام ایر ته الوتکې ته هم اجازه ور نکړل شوه. دا په داسې حال کې ده چې مسافرو تر پنځه ساعتونو پورې په الوتکه کې انتظار وایسته.

که څه هم کام ایر ته د اجازې د نه ورکړې علت نه دی معلوم، خو بله خوا د پاکستان PIA الوتکې خپل ټکټ له ۱۵۰ ډالرو تر ۲۴۰۰ ډالرو ته پورته کړی، چې دې چارې د خلکو غبرګون يې راپارولی.

یاد شرکت هره ورځ په آزادانه توګه له دواړو لوریو له افغانانو ډکې ځي او راځي او په دې ډول له اسلام آباد څخه تر کابل پورې یو چکر د سرو زرو له چرګ سره برابرېږي.

د پاکستان د PIA شرکت چې له ډېر پخوا پرې د پرمختللو هېوادونو له لورې بندیز لګېدلی و، په همدې سبب د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و، چې اوس له دې لارې ځام پر پښو دروي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …