کورپاڼه / کرکټ / آیا خبر یاست چې په شل اوریز نړیوال جام کې به ځینې قوانین نوي وي؟

آیا خبر یاست چې په شل اوریز نړیوال جام کې به ځینې قوانین نوي وي؟

د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريز نړيوال جام لپاره نوي اصول او قوانين رامنځته کړي، چې په هغې د DRS سيستم او وقفه اخیستل یې د پاملرنې وړ دي

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې د لوبې پرمهال لوبغاړو ته د ۲:۳۰ دقيقو وقفې وخت ورکوي او روزونکي به په دې وخت کې لوبغاړو ته د مشورې موقع ولري او دا وقفه به په لسم اور کې وي.

دغه راز د اورښت له کبله اغيزمنو شويو لوبو لپاره هم ځينې قوانين تغير کړي. که چيرې دوهمه پاڼۍ کې باران وشو، نو لوبه به لږ تر لږه پنځه اوره ترسره شي، خو په نیمه پایلوبه او پایلوبه کې به لږ تر لږه لس اوره کېږي.

بل لوري ته په لومړي ځل په شل اوریز نړیوال جام کې لوبډلو ته د تلويزوني لوبڅار (ريويو سيستم) اجازه هم ورکول کېږي او هره لوبډله به يوه پاڼۍ کې دوه ځلې ریویو اخیستلی شي.

که لوبه مساوي شي نو سوپر اور به کيږي، که چيرې سوپر اور هم مساوي شي، بل سوپر اور به کيږي، او تر هغې به دوام کوي ترڅو يوه لوبډله ګټونکې شي او په نیمه پایلوبه به بیا هغه لوبډله ګټونکي وي چې سوپر اور کې یې ښه لوبه کړي وي او بېخي پایلوبه ونشي دواړو لوبډلې به ګټونکي کېږي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …