کورپاڼه / کرکټ / نن د نړیوال شل اوریز جام وارم اپ لوبې پیل کېږي

نن د نړیوال شل اوریز جام وارم اپ لوبې پیل کېږي

نن د نړیوال شل اوریز جام لپاره وارم اپ یا تمریني لوبې پیل کېږي، چې د اول پړاو اته لوبډلې به له یو بل سره مخامخ شي.

ټاکل شوې ده، چې نړیوال شل اوریز جام به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۷ نېټه د عمان او پاپو نیوګیني لوبډلې په لوبې سره پیل شي، خو سر له نن ورځ ورته وارم اپ لوبې پیلېږي.

نن ماسپښین به په لومړۍ وارم اپ لوبه کې ایرلېنډ او پاپو نیوګیني لوبډلې په ۲:۳۰ په ابو دوبۍ کې سره مخ شي.

ماښام به د نمیبیا او عمان لوبډلې په ۶:۳۰ بجو د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په آی سي سي کرکټ اکاډومۍ سره مخامخ شي.

په دریم لوبه کې به ماښام په ۶:۳۰ بجو د سریلانکا او بنګله دېش لوبډلې سره په ټالرنس اول کې مخ شي او په څلورم لوبه کې چې ماښام ۶:۳۰ ترسره کېږي، سکاټلېنډ او هالېنډ لوبډلې به په ابو دوبۍ کې سره مخ شي.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …