کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د اور شیندونکې لاوا ایشېدلې او پر سطحه یې خوره شوې وه. دغه موندنې تېرکال د دسمبر په میاشت کې د چینایي ماموریت په مرسته له راوړل شوو تیږو او خاورو له څېړلو څخه شوي دي.

چینایي ماموریت (چانګ اي ۵) دغه نمونې د سپوږمۍ له یو داسې مقام څخه راټولې کړي، چې هلته میلیاردونه کاله وړاندې اور شیندنه موجوده وه. دغه نمونه تقریباً دوه کیلو ګرامه ده او د چین ملکیت ګڼل کېږي.

ستور پېژندونکې په دې خبره یوه خوله دي چې له نن څخه ۴.۵ میلیارده کاله وړاندې کوم کوچنۍ سیاره له ځمکې سره ټکر شوه، چې هغه وخت ډېره ګرمه او په بشپړ ډول ویلې شوې وه.

ددې ټکر په پایله کې د ویلي شوې ځمکې یوه برخه بېله شوه او د ځمکې پر شاوخوا یې تاووېدل پیل کړل او سړه شوه. د ځمکې دې برخې ته نن موږ سپوږمۍ وایو.

دغه راز له نن څخه تقریباً درې نیم میلیارده کاله وړاندې سپوږمۍ دومره سړه شوه، چې د اور شیندنې عمل یې بشپړ ودرېده. خو له سپوږمۍ څخه راوړل شوې نمونې کې د اور شېندنې عمل په واضح ډول څرګندېږي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …