کورپاڼه / بېلا بېل / له کور څخه د موږکانو او مېږیانو د لېرې کولو لارې چارې

له کور څخه د موږکانو او مېږیانو د لېرې کولو لارې چارې

آیا تاسې هم په کورونو کې له موږکانو تنګ راغلي یاست؟ که چېرته مو ځواب (هو) وي نو له دې کورنیو نسخو څخه کار واخلئ.

موږکان د نعناع د تېلو بوی بالکل نه خوښوي، نو که چېرته غواړئ چې له موږکانو ځان وژغورئ نو پر مالوچو د نعناع تېل ووهئ او په بېلابېلو ځایونو کې یې ورته کېږدئ.

په دې ډول به موږکان ورک شي او د کور بوی به هم ښه شي. دغه راز په هر هغه ځای کې د الوګانو پوډر وشیندئ چې له هغې ځایه موږکان تېرېږي، نو که چېرته هغه وخوري نو پوستکی او کولمې یې پړسېږي او بالاخره پړسېږي.

بل لوري ته موږکان د پیازو بوی بالکل نه خوښوي نو که چېرته غواړئ له موږکانو ځان وژغورئ نو هره ورځ په کور کې تازه پیاز کېږدئ او دا له کور څخه د موږکانو د لېرې کولو ترټولو آسانه طریقه ده.

که چېرته مو په کور کې مېږیان وي نو د هغې لپاره لونګ راواخلئ. لونګ چې په هر کور کې په آسانۍ سره موندل کېږي نو که چېرته د خوږو شیانو په ډبي کې کېښودل شي نو له هغه ځایه موږکان تښتي.

دا هم ولولئ

د سولې په برخه کې د نوبل جایزه دوو خبریالانو ته ورکړل شوه

د ناروې د نوبل ادارې پرېکړه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د نوبل جایزه روسي …