کورپاڼه / خبرونه / په خوست کې د یوولسم ټولګي یو زده کوونکي د اوبو ماشین جوړ کړی

په خوست کې د یوولسم ټولګي یو زده کوونکي د اوبو ماشین جوړ کړی

په خوست کې د یوولسم ټولګي یو زده کوونکي په خپل مالي لګښت د اوبو ماشین جوړ کړی. دغه ماشین د بریښنا په مرسته چلېږي او تر ۵۰ میترو پورې د اوبو د انتقال وړتیا لري.

د خوست یو ځایي اوسیدونکې رفیق انتظار خپلواک ویبپاڼې ته ویلي دي، چې شل کلن ولایت خان په خپل مالي لګښت داسې تخنیکي آله جوړه کړې، چې د بربښنا په مرسته د ۵۰ میترو په واټن سره اوبه انتقالوي.

نوموړی زیاتوي چې ولایت خان په خوست کې د الازهر په نوم د یوه خصوصي لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی او له تخنیکي کارونو کارونو سره مینه لري.

بله خوا ولایت خان ویلي دي، چې په ډېره لږه موده په دې توانېدلی دی چې د یوې داسې آلې په جوړولو بریالي شي چې ټولې چارې یې په سمه توګه سرته رسولي دي.

هغه زیاته کړې ده، زه له تخنیکي چارو سره لېوالتیا لرم او غواړم په دې برخه کې کار وکړم. دغه راز دا هم وایي که چېرته امکانات ورته برابر شي نو داسې ډېر نور وسایل به هم جوړ کړي.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …