کورپاڼه / روغتيا / امروت مو د موسمي ناروغیو لپاره ګټور وي

امروت مو د موسمي ناروغیو لپاره ګټور وي

د موسم په بدلېدو سره ځینې موسمي ناروغۍ پیدا کېږي، چې تر ډېره ځورونکې وي، چې بیا له ځانه سره د سر درد، د سږو او د ساه په اخیستلو کې ستونزې هم رامنځته کوي. نو هغه کسان چې له ټوخي سره مخ وي، باید د امروتو خوړل هېر نه کړي، ځکه چې د ټوخي په شربتونو کې په ډېره زیاته اندازه د امروتو اوبه ور ګډې شوي وي.

امروت چې په بشپړه توګه انټي اکساید ګڼل کېږي، په جوړښت کې یې ویټامین سي، اوسپنه، کسیلی الکلاین، کارټینوایډز، پوتاشیم او ګټور فایبر شتون لري، چې د خوړو د ځانګړي خوند سربېره د ناروغیو په مخنیوي او درملنه کې هم ګټور تمامېږي.

دلته یوه پوښتنه پیدا کېږي، چې آیا امروت د ټوخي درملنه کولی شي، که ځواب یې هو وي، نو څنګه؟ ویل کېږي چې د امروتو اوسپنه او ویټامین سي د ټوخي په له منځه وړلو کې ګټور تمامېږي، که څه هم د امروتو خوراک د وچ او بلغم لرونکي ټوخي لپاره ګټور وي، خو د استعمال طریقې یې بېلې دي.

د وچ ټوخي لپاره امروت راواخلئ، بیایې پاک ووینځئ او نري نري یې پرې کړئ، وروسته په همدې پرې شوو امروتو نیمه کاچوغه شات او نیمه کاچوغه د دارچیني پوډر ور وشیندئ. کله چې له ټوخي سره مخ شوئ، نو د اوبو له څښلو وروسته یې وخورئ.

د بلغم لرونکي ټوخي لپاره یو امروت راواخلئ، و یې وینځئ او بیایې ښه وچ کړئ، وروسته یې په تبۍ کېږدئ او دومره یې پاخه کړئ چې پوستکی یې لږ غوندې وسوځېږي. اوس همدغه امروت راواخلئ او پوستکی ترې پاک کړئ، بیا پرې د تور مرچ پوډر او توره مالګه ور واچوئ او له وېده کېدو دمخه یې وخورئ، خو پام مو وي چې اوبه ونه څښئ.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …