کورپاڼه / کرکټ / امي هنټر خپله د زوکړې ورځ په ځانګړي انداز ولمانځله

امي هنټر خپله د زوکړې ورځ په ځانګړي انداز ولمانځله

د ایرلېنډ لوبډلې کم عمره لوبغاړې امي هنټر په کمه عمرۍ کې سلیزه ووهله او د هند کرکټ لوبغاړې متهالي راج ریکارډ یې پخپله نوم کړ.

امي هنټر، چې تېره ورځ یې د زوکړې ورځ وه او د شپاړسو کلونو شوه، په همدې ورځ یې د زمبابوې په ورځ سلیزه ووهله او ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې او لومړۍ لوبغاړې شوه چې په کم عمر یې سلیزه وهي.

له نوموړې وړاندې دغه ریکارډ د هند ښځینه کرکټ ملي لوبډلې له لوبغاړې متهالي سره و، هغه د شپاړس کلونو او دوه سوه پنځه ورځې عمر لرلو چې سلیزه یې وهلې وه.

امي هنټر سږکال (۲۰۲۱) د میې په میاشت کې د ایرلېنډ لوبډلې ته راغله او سکاټلېنډ پر وړاندې یې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه او لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه یې د روانې اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه ترسره کړه.

هغې څلور یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي او ټولې یې  ۱۲۸ منډې جوړې کړي او په دریو شل اوریزو لوبو کې یوازې ۲ منډې لري.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …