کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د هغه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل، چې هغه یې پخپله لوبډله کې غواړي
راشد خان

راشد خان د هغه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل، چې هغه یې پخپله لوبډله کې غواړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي او د شل اوریزو لوبو مخکینۍ لوبډلمشر راشدخان د شل اوریزو لوبو پنځه غوره لوبغاړي په ډاګه کړل.

راشد خان په دې پنځه لوبغاړو کې ترټولو لومړی د ویرات کوهلي نوم اخیستی. کوهلي چې د کرکټ د نړۍ یو خورا مخکښو نومونه څه دی، په نړیوال جام کې د هند لوبډلمشري کوي.

راشد خان د شل اوریزو لوبو د غوره لوبغاړو په لړ کې دویم نوم د نیوزیلېنډ لوبډلمشر کین ویلیمسن یادوي. ویلیمسن نه یوازې دا چې د نیوزیلېنډ لوبډلمشري په غاړه لري، بلکې په آی پي اېل د سنرایزر حیدر آباد مشري هم ور تر غاړې وه.

هغه دریم نوم د سویلي افریقا لوبغاړی ویلییرس یاد کړی او څلورم نوم یې د کیرن پولارډ اخیستی. پولارډ په شل اوریزو لوبو کې لومړی لوبغاړی دی چې د ۱۱۰۰۰ څخه ډېرې منډې او ۳۰۰ ویکټې لري.

دغه راز پنځم غوره لوبغاړی هاردیک پانډیا دی، چې راشد خان یې د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی ګڼي او ترټولو په زړه پورې داده چې هغه خپل نوم نه اخلي، حال دا چې پخپله د شل اوریزو مخکښ توپ اچونکی دی.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …