کورپاڼه / هنر او کلتور / د مشهور اداکار مور، ریکا ته ګنځلې کړي دي

د مشهور اداکار مور، ریکا ته ګنځلې کړي دي

د بالیووډ یا هندي سینما مشهورې اداکارې ریکا په اړه په ټولنیزو رسنیو دا آوازې خپرېږي، چې هغې یو وخت له مرحوم اداکار ونود مهرا سره واده کړی و.

پر هندي رسنیو د ریکا شخصي ژوند په اړه هغه واقعه لاس په لاس کې کېږي، چې د هغې له ژوند لیک (دی انټولډ سټوري) څخه راخیستل شوې ده. د ریکا او ونود په اړه آوازې خپرېدې چې دواړو په ۱۹۸۰ کال واده کړی و، خو کله چې ونود خپلې مور ته ریکا وښودله نو هغې یې د انګور په توګه له منلو انکار وکړ.

د هندي ژورنالیست یاسر عثمان له لورې د ریکا په لیکل شوې ژوند لیک کې ویلي، کله چې ونود، ریکا خپله کور ته بوتله نو هلته یې مور له کنتروله ووته او ریکا ته یې کنځلې وکړې.

د ریکا په ژوند لیک کې دا هم ویل شوي چې ونود مهرا مور دومره په غوسه شوه، چې د ریکا د وهلو لپاره یې له پښې چپلکې راویستې، خو ونود یې مخنیوی وکړ او بیا یې له ریکا څخه طلاق واخیست.

له هغې وروسته ریکا له هندي رسنیو سره په مرکه کې ومنله چې د ونود مهرا مور نه وه خوښه کړې او داسې فکر یې کاوه چې زه یوه بدنامه اداکاره یم.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …