کورپاڼه / روغتيا / روغتیایي کارپوهانو هغه کسانو ته خبرداری ورکړی چې جیم ته ځي

روغتیایي کارپوهانو هغه کسانو ته خبرداری ورکړی چې جیم ته ځي

نن سبا د ورزش کولو یا جیم ته د تللو شوق یا لېوالتیا ډېره شوې او هر سړی غواړي چې ورزش وکړي، چې دا لېوالتیا په ځانګړي توګه په نارینه وو کې ډېره لېدل کېږي.

ورزش کول نه یوازې دا چې د انسان ټولې عضلې په حرکت راولي، هډوکي یې پیاوړي کوي او دفاعي سیستم ته پیاوړتیا وربخښي، بلکې ترڅنګ یې د ښکلا لپاره هم ګټور وي او د بدن ښکلا ډېروي.

ډېر شمېر هغه کسان چې غواړي خپله باډي جوړه کړي، هغوی له سپلیمنټو له پوډرو ګټه پورته کوي، خو روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکوي چې دا کار د خطرناکو ناروغیو سبب کېږي.

دوی وایي چې له ورزش یا باډې بلډینګ څخه وړاندې ډېر شمېر کسان له پروټینو یاهم اوبه او شېدې سره ګډوي او استعمالوي یې خو ځینې ځوانان یې بیا د پوډرو په ډول استعمالوي، چې د ګټې پرځای ورته تاوان لري.

کارپوهان زیاتوي، هغه پوډر چې د باډي بلډینګ او ورزش لپاره استعمالېږي، په هغې کې له کافي شپږ برابر ډېر کافین وي، چې په ناڅاپي ډول د وینې فشار او د زړه ضربان بې ترتیبه کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …