کورپاڼه / جالب / په امریکا کې یو میرمنې په پرلپسې ډول د غبرګونو ماشومانو په زېږول ریکارډ جوړ کړی

په امریکا کې یو میرمنې په پرلپسې ډول د غبرګونو ماشومانو په زېږول ریکارډ جوړ کړی

په امریکا کې یوې میرمنې په پرلپسې ډول دریم وار هم غبرګوني ماشومان وزېږول او په دې سره هغې یو نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

د میل آنلاین د راپور پر اساس ویل کېږي، چې میرمن جولین مکي نومېږي، دوه دیرش کاله عمر لري او د امریکا د نیویارک ایالت د بروکلین اوسېږي.

راپور زیاتوي چې جولین مکي د پنځه کلونو په دوران کې درې ځلې غبرګونو ماشومان وزېږول او په دې سره نوموړې د پنځه کلونو په موده کې د شپږو اولادونو مور شوه، چې دا یو نوی ریکارډ دی چې هغه یې جوړوي.

جولین ویلي دي، چې درې ځلې حامله کېدل او د شپږو بچیانو مور کېدل یو لوی نعمت دی. هغه زیاتوي چې ډاکتر ورته ویلي دي چې هغه پخپل پنځه ویشت کلن کیریر کې داسې میرمن نه ده لېدلې چې هغه دې په پرلپسې ډول غبرګوني بچیان وزېږوي.

نوموړې دغه راز ویلي دي، چې اخري ځل یې چې کوم غبرګوني ماشومان وزېږول د هغوی نومونه ایډن او جیډن دي او اوس د دریو میاشتو په عمر دي. د جولین خاوند وایي چې ما هیڅکله داسې فکر نه کاوه چې زه به دومره لویه کورنۍ ولرم.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …