کورپاڼه / روغتيا / په منځني عمر کې د اوسپنې کمښت یو بل زیانمن هم په ګوته شو

په منځني عمر کې د اوسپنې کمښت یو بل زیانمن هم په ګوته شو

د عمر په تېرېدو سره د انسان بدن د غذایي توکو له کمښت سره مخ کېږي، چې ډېر یې د اوسپنې د کمښت شکایتونه کوي او په همدې سبب بیا له ډېرو خطرناکو ناروغیو سره مخ کېږي.

د اوسپنې کمښت په اصل کې د وینې کمښت دی، چې د پوره کولو لپاره یې روغتیایي کارپوهان له بېلابېلو درملو څخه ګټه پورته کوي. په دې تړاو څېړنې وایي چې په منځني عمر کې د اوسپنې کمښت خطرناک تمامېږي.

څېړونکې د یوې څېړنې له مخې وایي چې د اوسپنې کمښت په سبب د انسان بدن د هیموګلوبینو د برابرې اندازې پیداوار تر ډېره اغېزمنېږي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په منځني عمر کې د اوسپنې د کمښت په سبب د زړه ناروغۍ، د زړه حمله او فلج په څېر د ناروغیو خطر تر لس سلنو پورې ډېروي.

د اوسپنې د کمښت په نښو، نښانو کې ستړیا، د پوستکي رنګ ژېړېدل، د ساه اخیستلو ستونزې، سینې درد، سر ګرځېدل، سر دردي، د زړه ضربان، د ویښتو او پوستکي زیانمن کېدل، معدې درد، په متیازو کې وینه، پښې میږي-میږي کېدل او نور د یادونې وړ دي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …