کورپاڼه / جالب / غل چې د غلا لپاره څه ترلاسه نکړل، نو طنزیه لیک یې پرېښی

غل چې د غلا لپاره څه ترلاسه نکړل، نو طنزیه لیک یې پرېښی

د هند په مدیا پردیش ایالت کې یوه ډېره حیرانوونکې پېښه واقع شوې، چېرته چې یو غلا د یو دولتي کارمند له کور څخه ډېرې پیسې او سامان ترلاسه نه کړ، نو هغه ته یې یو طنزیه لیک پرېښوده.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې په مدیا پردیش کې یو غل د یو دولتي کارمند کور ته د غلا لپاره لاړ، خو له بدبخته چې دومره څه یې ترلاسه نه کړل.

راپورونه زیاتوي چې غله د دولتي کارمند له کوره یوازې تر دیرش زرو پورې هندي کلدارې او لږه اندازه سره زر یا ګاڼې یې هم ترلاسه کړې او تښتېدلی دی.

دغه راز غله له غلا کولو وروسته پر دولتي کارمند طنز هم کړی او لیک ورته پرېښی دی او لیکلي یې دي، چې پیسې نشته نو بیا دې ولې قلف ور اچولی و.

پولیس ددې پېښې په اړه څېړنې پیل کړي او د هغه پر خلاف یې د (ایف آی ار) قضیه ثبت کړې ده.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …