کورپاڼه / هنر او کلتور / امیتاب بچن د دوو کلونو په عمر د اورګاډي په تمځای کې ورک شوی و

امیتاب بچن د دوو کلونو په عمر د اورګاډي په تمځای کې ورک شوی و

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار امیتاب بچن ویلي دي، چې نوموړی د دوو کلونو په عمر کې د اورګاډي په تمځای کې ورک شوی و.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې امیتاب بچن په دې وروستیو کې د (کون بنیګا کروړ پتي) خپرونه کې ویلي دي، چې هغه د دوو کلونو په عمر د اورګاډي په تمځای کې ورک شوی و.

هغه زیاته کړې ده، هغه د خپلو والدینو سره د اورګاډي په تمځای کې و او یو ناڅاپه د هغه پلار دا احساس وکړ چې امیتاب ورک دی، چې بیا شاوخوا ډېر وګرځېد خو زه یې ونه موندلم.

امیتاب بچن ویلي دي چې زما د ورک کېدو په سبب والدین ډېر اندیښمن ول، چې دا وخت په اورګاډي تمځای کې یو تن زما والدینو ته وویل، چې یو کوچني ماشوم له پل پښې ځوړندې کړي، آیا هغه ستاسو ماشوم دی؟

هغه دغه راز ویلي دي چې پلار مې زما لوري ته رامنډه کړه او زه یې پورته کړم. د یادولو وړ ده چې امیتاب بچن تېره ورځ خپله ۷۹ کلیزه ولمانځله.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …