کورپاڼه / هنر او کلتور / مشهور سندرغاړي کرن خان دوکتورا وکړه

مشهور سندرغاړي کرن خان دوکتورا وکړه

د پښتو ژبې مشهور او نومیالي سندرغاړي کرن خان په پښتو ژبه کې د دوکتورا ډګري ترلاسه کړه.

د هغه د دوکتورا د ډیفنس غونډه نن د پېښور پوهنتون په پښتو اکاډمۍ کې ترسره شوه، چې ښوونکو او زده کړیالانو پکې ګډون کړی و.

د کرن خان د دوکتورا د مقالې سرلیک “پښتو منظوم ادب کې جدید اصناف” و، چې په منظوم ادب کې يې په نویو ژانرونو باندې خپله مقاله لیکلې ده.

کرن خان د لیکوال ترڅنګ د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی دی، چې په موسیقۍ کې د نویو ژانرونو د ویلو لپاره هم ډېر مشهور دی.

هغه په پیل کې ټپیزې ویلې وې چې ډېرې مشهورې شوې وې، وروسته نوموړي په خپل غږ کې ټکوریزې، کاکړیزې، تسکینۍ او نور ډېر ژانرونه وویل چې خلکو ډېر وپېژندل.

د یادولو وړ ده چې کرن خان د پښتو ژبې له هغه هنرمندانو څخه دی چې ډېرې زده کړې يې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …