کورپاڼه / هنر او کلتور / درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

درمیندر مینوالو ته خپل لومړنی موټر وښوده

د هندي سینما یا بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار درمیندر په دې وروستیو کې پر انستاګرام د خپل لومړني موټر ویډیو له مینوالو سره شریکه کړې او هغوی یې قیمت حیران کړي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې درمیندر پر انستاګرام یوه ویډیو خپره کړې ده، چې په هغې کې د ۱۹۶۰ کال اخیستل شوی، لومړنی موټر (Fiat) یې مینوالو ته ښودلس دی.

درمیندر په دغه ویډیو کې وایي چې، سلام ملګرو، زما لومړنی موټر، دا ما یوازې په اتلس زره هندي روپۍ اخیستی و.

هغه زیاته کړې ده، په هغه ورځو کې اتلس زره ډېر زیاتې روپۍ وې او ما دغه موټر ډېر ښه ساتلی و. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو څخه غوښتنه کړې چې دعا راته وکړئ ترڅو دا موټر له ماسره تل وي.

د یادولو وړ ده چې د هند پخوانیو روپیو ډېر ارزښت درلود او اوس وخت له یو میلون هندي کلدارو سره برابرې دي.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …