کورپاڼه / خبرونه / ملي سپورټ تلویزون د نړیوال جام لوبې په رسمي ډول نشروي، خو څه ډول؟

ملي سپورټ تلویزون د نړیوال جام لوبې په رسمي ډول نشروي، خو څه ډول؟

د شل اوریز نړیوال جام ټولې لوبې به په کور دننه د ملي سپورټ تلویزون له لورې په رسمي ډول په ژوندۍ بڼه نشر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي سپورټ تلویزون د لوبې ځندونکې یا فلتر کوونکي ماشین پسې ګرځي او غواړي چې د نړیوال جام سیالۍ له فلتر کولو خپرې کړي.

تر اوسه پورې په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي، چې ملي سپورټ تلویزون به یادې سیالۍ څنګه ډول نشر کړي، آیا څلور یا پنځه دقیقې په ځنډ به یې خپروي او څنګه؟ دا پوښتنې دي چې تر اوسه بې ځوابه دي.

خو بله خوا د این کی کریکنپو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې ملي سپورټ تلویزون شل اوریز نړیوال جام لوبې پرته له ځنډ او خنډ څخه په ژوندۍ بڼه خپروي.

د یادولو وړ ده چې نوي حکومت په ژوندۍ بڼه پر ملي سپورت تلويزيون د آی پي ايل سیالیو نشر ته اجازه ور نه ده ورکړې او لامل یې پر لوبغالي کې د انجونو نڅا ښودل شوې ده.

دا هم ولولئ

اصغر افغان

اصغر افغان د ملي لوبډلې د بریا مبارکي ویلي او د بریا راز یې پر ځان باور او پوره تدبیر ګڼلی

د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د یوه …