کورپاڼه / سياست او روانې چارې / برېتانیې ته تللي افغان کډوال بېرته افغانستان ته د تګ غوښتنه کوي

برېتانیې ته تللي افغان کډوال بېرته افغانستان ته د تګ غوښتنه کوي

برېتانیې ته تللیو لسګونو افغانانو د دغه هېواد له حکومت نه غوښتنه کړې ده، چې نور هوټلونو کې ژوند نه شي کولای او بېرته دې يې افغانستان ته ولېږي.

د باختر خبري اژانس د یو راپور له مخې، برېتانیې ته تللیو تازه افغان کډوالو بېرته افغانستان ته د تګ غوښتنه کړې ده.

دغه کډوال وايي، چې په هوټلونو کې پاتې کېږي، دلته نور تنګ شوي او وضعیت يې ښه نه دی، همدا راز د برېتانیې حکومت يې روغتیا ته هم کومه ځانګړې پاملرنه نه کوي.

دغه افغان کډوال وايي، چې له دې وضعیت نه خو دا ښه ده چې بېرته افغانستان ته ولېږل شي او که نه وي نو ژر دې ورته دلته د کورونو او سم ژوند بندوبست وشي.

د یادولو ده چې د اګست په ۱۵مه نېټه د ا.ا له خوا د کابل د نیولو وروسته په لسګونو زره افغانان د امریکې، برېتانیې او نورو هېوادونو له خوا له افغانستان څخه ویستل شوي دي، دا هغه افغانان دي چې له یادو هېوادونو سره يې په افغانستان کې دندې ترسره کړې وې.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …