کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ایرلېنډ په وارم اپ لوبه کې د پاپو نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه

ایرلېنډ په وارم اپ لوبه کې د پاپو نیوګیني لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شل اوریز نړیوال په لومړۍ وارم اپ لوبه کې د ایرلېنډ او پاپو نیوګیني لوبډلې سره مخ شوې، چې ایرلېنډ لوبډلې پکې بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې د متحده عربي اماراتو په ابو دوبۍ کې ترسره شوه، چې پاپو نیوګیني د پچې تر ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو ایرلېنډ ته د ۹۷ منډو هدف وټاکه.

د پاپو نیوګیني لپاره لوبډلمشر اسد والا ښه توپ اچونه وکړه، هغه ۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د ایرلېنډ لپاره بیا کریګ یانګ او بین ویټ درې-درې ویکټې ترلاسه کړې.

ایرلېنډ د ۹۷ منډو هدف په ۱۶.۴ اورونو کې د دوه ویکټو په زیان پوره کړ او پاپو نیوګیني ته یې په وارم اپ لوبه کې په اتو ویکټو او ۲۰ توپونو ماتې ورکړه.

د ایرلېنډ لپاره په توپ وهنه کې اندي بیلبرني او کریټس کمپیر ښه وځلېده او دواړو ۴۲-۴۲ منډې جوړې کړې. دغه راز د پاپو نیوګیني لپاره چارلیس امیني او سیمون اتایي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

ثانیه مرزا پرېکړه کړې چې د هند او پاکستان د لوبې په ورځ چېرته ځان ورک کړي

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د مخکښ لوبغاړي شعیب ملک میرمن او د هند …