کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هغه افغان فوټبالرې انجونې چې پاکستان ته تللې وې، بریتانیه ورته ویزې ورکوي

هغه افغان فوټبالرې انجونې چې پاکستان ته تللې وې، بریتانیه ورته ویزې ورکوي

د بریتانیې حکومت ویلي، لسګونو ځوانو افغانو فوټبالرو نجونو او د هغوی کورنیو ته به د بریتانیا ویزې ورکوي. دا د یاد حکومت د هغه پلان برخه ده چې له مخې یې زرګونه افغانانو ته په بریتانیې کې د استوګنې زمینه برابروي.

راپورونه وایي، چې بریتانیه هغه ۳۵ افغان فوټبالرو نجونو او د هغوی کورنیو ته ویزې ورکوي، چې د نوي حکومت په راتګ یې هېواد پرېښود او پاکستان ته مهاجرې شوې او هلته تر اوسه په یو هوټل کې مېشت دی.

راپور زیاتوي چې د دوشنبې ورځ د یادو لوبغاړو موقتي ویزې ختمېږي او بریتانیې ته یې د تګ لپاره دوه یا درې اوونیو وخت ته اړتیا ده. دغه انجونې د (ورکېټ فاونډېشن) په نوم شرکت ایستلې وې او له بریتانیې یې ورته ویزې هم غوښتې وې.

د یاد بنسټ مشرې (سیو انې ماري ګېل) په دې اړه خوښي ښودلې او دا یو غوره خبر بللی چې دغه انجونې بریتانیې ته ځي. نوموړې د انګلستان او پاکستان له لومړي وزیرانو او د انګلستان د کورنیو چارو له وزېرې او فوټبال فدراسیون څخه مننه کړې.

یاده دې وي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې ته په اسټرالیا کې او همدا راز (ب) لوبډلې ته په پرتګال کې پناه ورکړل شوې، خو د ځوانو نجونو د لوبډلې برخلیک تر دې دمه نالوم و.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …