کورپاڼه / روغتيا / د ګنجي کېدو حیرانوونکی لامل څرګند شوی

د ګنجي کېدو حیرانوونکی لامل څرګند شوی

په عموم کې دا خبره ډېره کېږي چې د عمر په ډېرېدو سره ویښتان کمېږي او بالاخره ختمېږي. دغه راز له هغې وروسته د ګنجي کېدو ستونزه راولاړوي، خو اوس په دې اړه حیرانوونکې څېړنه شوې ده.

روغتیایي کارپوهان وایي، د نسجونو، عضلو او ویښتان هغه حجرې چې یاد غړي سم او فعال ساتي، د عمر په ډېرېدو له منځه ځي او دې ته د زړښت پر لوري سفر هم ویل کېږي.

نوې څېړنه وایي د عمر په ډېرېدو یادې حجرې (سټیم) له هغه ځایه تښتي، په کوم ځای کې چې هغه ځای لري او څېړنه هغه دوه جینونه پېژندلي پر سټیم حجرو اغېزې کوي.

د سټیم حجرې د ویښتانو په وده کې مهم رول لوبوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې د عمر په ډېرېدو یادې حجرې مري چې بیا ویښته سپینېږي او ورو-ورو د ګنجي کېدو تر مرحلې مو رسوي.

څېړونکې له یادې موندلې معلومه کړه چې کوم جینونه دا عمل کنترولوي، نو هغوی دوه هغه جینونه وموندل، چې د ویښتانو غدې په عمر خوړلو حجرې کې لږ متحرک کېږي او ددې جینونه د سټیم حجرو په خپل ځای ساتلو کې رول له کمښت سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …